د روسیې د تروریزم ضد ملي کمېټه وایي، د دغه هېواد پوځي ځواکونو د مسکو په میترو کې د ځان وژونکې حملې مشکوک طراح پرون په داغستان کې وواژه.
د دې کمېټې د یوه ویاند د وینا له مخې، د محمد علي وهابوف مړى په يوه وران شوي کور کې موندل شوى، چې ځواکونو ورباندې حمله کړې وه.
روسي مقامات وایي، وهابوف د هغو دوو بمي حملو طراح و، چې د مارچ پر نهه ویشتمه نېټه د ماسکو په میترو کې د ښځینه ځان وژونکو له خوا وشوې او لږ تر لږه څلوېښت کسان یې مړه او تر سلو زیات یې ټپیان کړل.
د ځینو راپورونو له مخې وهابوف د ځان وژونکو ښځینه وو څخه د یوې میړه و.