په بوشهر ښار کی د روسیې له خوا د جوړې شوې بټۍ د پرانستلو په مراسمو کي ایرانیو او روسي چارواکو ګډون کړی و.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي، انجینیرانو د نړیوالې اټومې انرژۍ موسسې د پلټونکو په حضور کي، په بټۍ کي د سون موادو، ځاي په ځاي کول پیل کړل.
دا بټۍ پداسي حال کي فعاله شوه چی د ایران د لانجمن هستوي پروګرام په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د روسیې د (روزاتوم) اټومي انرژۍ مشرسرګي کريینکوف وویل
د بوشهر د بټۍ له پرانیستو څرګندیږي، هرهغه هېواد چې د نړېوالې د اټومۍ انرژۍ پروګرام ته غاړه کښیږدي، باید د سوله ییزې اټومي ټکنالوژۍ د درلودو حق ولري.
نوموړي زیاته کړه.
((زمونږ له نظره د بوشهر د اټومي بټۍ جوړیېدل په ډاګه کوي، هر هغه هېواد چې نړېوالو موجوده قوانینو ته غاړه کښېږدي او د نړېوالې اټومي انرژۍ له ادارې سره اغېزمنه همکاري ولري، ددې فرصت ترلاسه کوي چې له اټومي سوله ییزو خدماتو کار واخلي.))
روسیه به د بوشهر اټومي بټۍ لپاره د سون مواد برابروي او له کارولووروسته به دا مواد بیرته روسیې ته انتقالوي تر څو د ناوړه ګټې اخیستنې شکونه یي لرې شي.
د بوشهر بټۍ به په راتلونکو شپږو یا اوو میاشتو کې، د پوره ظرفیت په صورت کي ، زر میګا واټه برښنا تولید کړي.