نړېوالو مرستندویانو په پاکستان کې د ورانونکیو سیلاوونو له قربانیانو سره خپلې مرستې نژدې پنځه سوه ملیون ډالرو ته زیاتې کړې.
د ملګرو ملتونو دمالي خدماتو د څارنې اداره چې د ټولو مرستو د ثبت د چارو څارنه کوي، وایي، چې د جمعې ورځې تر ناوخته د پاکستان د سیلاوونو له قربانیانو سره د نورو درې سوه پنځه ویشت ملیون ډالرو په ژمنو سره د ټولومرستو اندازه څه باندې څلور
سوه نوي ملیون ډالرو ته ورسیده.
د دغو مرستو له نیمایي څخه زیاتې یې چې دوه سوه درې شپېته ملیون ډالر کیږي د ملګرو ملتونو د عاجلو مرستو د صندوق لخوا ورکړل شوې دي. په داسې حال کې چې پاتې برخه یې مرستندویو موسسو او هم خصوصي سازمانونو لخوا ور کړل شوې دي.
په پاکستان کې موسمي بارانونه چې د سختو سیلابونو سبب شول، او دا په دې هېواد کې په څو لسیزو کې تر ټولو ورانونکي ګڼل شوي، د اټکل له مخې له شلو ملیون زیات کسان یې زیانمن او بېکوره کړل.
د ملګرو ملتونو د سیلاوونو له قربانیانو سره د څلور سوه شپېته ملیون ډالرو عاجلو مرستو غوښتنه کړې وه.