ایران په خپلې لومړنۍ اټومي بټۍ کې د تیلو، ځای په ځای کول پیل کړل، په بوشهر ښار کې د روسیې له خوا د جوړې شوې بټۍ د پرانیستلو په مراسمو کې ایرانیو او روسيي چارواکو ګډون کړی و.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي، انجنیرانو د نړېوالې اټومې انرژۍ موسسې د پلټونکو په حضور کې، په بټۍ کې د سوونګ موادو، ځای په ځای کول پیل کړي دي.
د بوشهر د اټومي بټۍ په جوړېدو ۳۵ کاله وخت ولګید او د زیاتې مودې لپاره یي کارونه ځنډول شوي وو، دا بټۍ په داسې حال کې فعاله شوه چې د ایران د لانجمن هستوي پروګرام په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
روسیه به د بوشهر اټومي بټۍ لپاره د سوونګ مواد برابروي او له کارولو وروسته به دا مواد بیرته روسیې ته انتقالوي تر څو د ناوړه ګټې اخیستنې شکونه یي لېرې شي.
په بټۍ کې د سوونګ موادو ځای په ځای کول به یوه اوونۍ وخت ونیسي او د اکتوبر یا نومبر میاشت کې به هغه مهال د برېښنا په تولید پیل وکړي چې له اصلي میلو یا پایپونو سره ونښلي.
د بوشهر بټۍ به په راتلونکو شپږو یا اوو میاشتو کې، د پوره ظرفیت په صورت کې، زر میګا واټه برېښنا تولید کړي.