افغان دولت نن له انګریزانو څخه د خپلواکۍ۹۱کلیزه لمانځي

افغان دولت نن له انګریزانو څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ یو نویمه کلیزه لمانځي.

د راپورنو له مخې ټاکل شوې چې افغان دولت دغه جشن د تېرو کلونو په پرتله په مختصرو مراسمو سره ولمانځي چې ولسمشر حامد کرزی به هم ورته وینا وکړي.

له نن نه یو نوي کاله مخکې د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نېټه افغانانو د شاه غازي امان الله خان په مشرۍ له انګریزانو څخه په رسمي توګه خپلواکي اعلان کړه.

نن په کابل کې امنیتي تدابیر نیول شوي او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې.