په دې تاندې څانګې کې لومړی د ځوانانو د موډ او سینګار له دنیا څخه د ولي د دسمالونو د موډ کېدو په اړه د ځوانانو خبرې اورو.
څادر د افغاني جامو یوه برخه ده چې ځوانان یې له کمیس پرتوګ سره جوړوي، په ولي یې اچوي او یا یې له ځانه راتاووي، خو نن سبا یو ډول نور نخي دسمالونه چې کچه یې تر یو ګز رسېږي او معمولا له چار خانه ټوکره جوړ وي او هر رنګ پیدا کېږي موډ شوي چې د ولي دسمالونه یې بولي.
د ولي دسمالونه هم له افغاني دودیزو جامو او هم له پتلون سره اچول کېږي، ځینې ځوانان دا دسمالونه په ولي را ځړوي، ځینې یې په غاړه کې اچوي، ځینې یې د لمر له شغلو او ګرد نه د ځان ساتنې لپاره په سر او مخ غوړوي ځینې زلمي یې له مړونده تاووي او په لاس کې یې نیسي او لږ شمېر نور یې په پتلون برسېره په کیڼ ورانه تړي، دغه دسمالونه یوازې هلکان نه بلکې ګڼې انجونې هم خوښوي او د ټیکري تر څنګ یې په غاړه کې اچوي.
په کابل کې د جامو دوکاندار نصرت الله وایي، چې د ولي دسمالونه د نړۍ په نورو ملکونو کې هم موډ دي، څه موده کېږي چې په افغانستان کې هم موډ شوي او دوی یې زیاتره له چین څخه واردوي.
بیا د ځوانو عکاسانو د اخستل شوېو عکسونو د نندارتون د جوړېدو په اړه رپوټ وړاندې کوو، د یو سلو څو کلنې کلیوالې ښځې د څېرې تصویر چې کوت کوت لمر سیځلی پوستکی یې د غوزانو جوړښت سترګو ته دروي په دیوال را ځړېدلی او د ډېرو لیدونکو پام یې ځانته راکښلی.
دا عکس د ګڼو نورو عکسونو تر څنګ د کابل د بابر د تاریخي بڼ په حرم سرای کې د( افغانستان د افغان ځوانانو له نظره) په نامه د ځوانو عکاسانو د عکسونو په یو میاشتني نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوی.
دغه عکسونه چې شمېر یې دوشبېتو ته رسېږي دو دېرش ځوانو عکاسانو د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې اخیستي چې د افغانستان د کلتور، جګړو او د خلکو د ستونزو څرګندونه کوي.
قاهر پیکارجو چې په دې نندارتون کې یې څو عکسونه نندارې ته ايښي وایي، چې دا عکسونه شاید نن په نظر عادي راشي خو زموږ د ټولنې د مصور تاریخ یوه برخه ده او ښایي لس کاله وروسته ډېر اهمیت ولري.
قاهر پیکارجو وایي چې د ایینې په کلتوري مرکز کې یې د عکاسۍ په درې میاشتنیو کورسونو کې چې د کاناډا په مالي مرسته جوړ شوی وو د عکاسۍ زده کړه وکړه او نن کولای شي د یو حرفوي فوټو ژورنالیست په توګه کار وکړي.
پیکار جو وایي، چې عکاسي له هنر سره تړلې حرفه ده چې د زده کړو تر څنګ فطري استعداد او شوق غواړي او له دې لارې ځوانان کولاې شي د مصورې تاریخ جوړونې تر څنګ ښه عاید هم ولري.
افغانستان د افغان ځوانانو له نظره د عکسونو دې نندارتون ته هره ورځ ګڼ ځوانان ورځي او د عکسونو د نندارې تر څنګ د بابر بڼ له ښکلې شنې سمسورې منظرې هم خوند اخلي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.
تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.