د انتخاباتو ۹۰۰د رايي مرکزونه به د امنیتي ستونزو له امله بند وي

په افغانستان کې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې به له نهو سوو زیات د رايي ورکولو مرکزونه د امنیتي ستونزو له کبله خلاص نه شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر فضل احمد معنوي خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو په مهال د امنیتي ستونزو له کبله به نهه اته دیرش مرکزونه تړلې پاتې وي.

هغه وویل، چې کوم مرکزونه، چې نه خلاصیږي د هېواد په پنځه ویشتو ولایتونو او په تېره بیا د هېواد په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې دي.

سره له دې، چې په افغانستان کې د یو لک او پنځوس زرو په شاوخوا کې بهرني ځواکونه میشت دي، خو تاوتریخوالې بې څاري حد ته لوړ شوې دې.