امریکايي ځواکونو وروستۍ محاربوي لوا له عراقه کویت ته ووتله

که څه هم چې تلویزونونو کویت ته د دغه ځواکونو د وتلو تصاویر خپاره کړي دي خو تر اوسه پورې د امریکا د دفاع وزارت دا نه ده تایید کړې.

پنتاګون وايي، په عراق کې د متحده ایالاتو د محاربوي ځواکونو ماموریت به له پروګرام سره سم د روانې جولاې میاشتې په پای ختم شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي وویل، په عراق کې د متحده ایالاتو ماموریت له پای څخه ډیر لرې دی،خو د نوموړي په وینا دا ماموریت به زیاتره پر ملکي چارو متمرکز وي.

په عین حال کې په عراق کې د امریکا سفیر کریستوفر هیل چې د کار موده يې په ختمېدو ده په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د سولې په اسټیټیوټ کې وویل:

( د عراق امنیتي وضیعت چې ستونزمن دی او په پوره توګه به د قناعت وړ هم نه وي، د ښه کېدو په لور روان دی.د عراق ځواکونه د دې جوګه دي چې امنیتي ستونزو ته ځواب ووايي.

هغوي به ستونزې او خطاګانې هم ولري لکه چې موږ درلودې . عراقي ځواکونه به هم هغه شان له خپلو خطاګانو څخه درس واخلي څرنګه چې موږ له ستونزو ووتو .زه فکر کوم په امنیتي وضیعت به په دوام داره توګه پرمختګ وکړي.)

د امریکا پنځوس زره سرتېري به د اګست له یو دیرشمې نېټې وروسته چې په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو محاربوي ماموریت پای ته رسیږي د عراقي قواو د روزنې لپاره په دغه هېواد کې پاتې وي.