کاسوو د اروپايي د پراختیايي بانک غړيتوب ترلاسه کړ

د کاسوو د مالیې وزیر احمد شالا په بروکسل کې وویل، تیره میاشت د عدالت د نړیوالې محکمې له خوا د کاسوو د خپلواکۍ د اعلان ملاتړ د اروپا د بیارغونې او پرمختیا په بانک کې د دې هېواد غړیتوب ته لاره اواره کړې ده.

که څه هم د اروپايي ټولنې پنځو هېوادونو تراوسه د کوسوو خپلواکي په رسمیت نه ده پيژندلې خو په قتصادي او مالي چارو کې د اروپايي ټولنې کمیشنر اعلان وکړ، چی اروپايي کمیسیون په پراختیایي بانک کې د کاسوو د غړیتوب ملاتړ کوي.