افغان، روسی او تاجک ولسمشران نن په روسېې غونډه کوي

د افغانستان، پاکستان، تاجیکستان او روسیې ولسمشران نن د تورې بحیرې په ساحلي ښار سوچي کې غونډه کوي.

په پام کې ده چې د روسیې ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف د افغانستان او پاکستان له ولسمشرانو- حامد کرزي او اصف علي زرداري سره د امنیت او د مخدروموادو د قاچاق پر اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، روسیه اوس هڅه کوي، چې له په سیمه کې خپل نفوذ بیا پیاوړی کړي.

روسیې ویلي دي، افغانستان ته به، چې د شوروي د اشغال په دوران کې یې پنځلس زره سرتېري په کې ووژل شول هېڅکله پوځي ځواک وانه ستوي، خو دې هېواد ته یې د ترانسپورتي هيلیکوپټرو له استولو سره لېوالتیا ښودلې ده.