د هلمند له زندان څخه ۱۰ تنه زندانیان خوشې شول

د هلمند د ملي امنيت رياست لس تنه هغه زندانيان چې په وړو جرمونو باندې تورن وو، خوشي کړل.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د زندانيانو د خوشې كېدو پر مهال وويل، هڅه كوي ټول هغه زندانيان چې جرمونه يې سپك دي او زياته موده يې په زندان كې تيره كړې ده له زندان څخه خوشي كړي.

هغه له خوشي شویو زندانيانو څخه وغوښتل، چې وروسته تر دې هيڅ ډول جرم ته لاس وانه چوي او د دوی سره مرسته وكړي.

زندانيانو ازادي راډيو ته ويلي دي، چې نور به هيڅ كله هم ځان يو مجرم جوړ نه كړي او د دولت سره به په راتلونكي كې مرستي ته دوام وركړي.