د کندهار په کرز سیمه کې ۶ پولیس وژل شوي

د کندهار په کرز سیمه کې تیره شپه د خلقي پله د امنیتي پوستې ۶ پولیس لومړې بي هوښه او بیا وژل شوي دي.

په کندهار کې یوه امنیتي چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې ازادي راډیو ته وویل، چې لومړې دغو پولیسو ته په شړومبو کې نشه یي مواد اچول شوي دي او بیا وژل شوي دي، چې اوس یې مړي په میرویس روغتون کې دي.

خبر زیاتوي، چې په دغې امنیتي پوسته کې د یوه قومندان په ګډون اته پولیس وو، چې خپله قومندان او یو بل پولیس ژوندی پاتې شوي دي.

د پیښې په اړه دامهال تحقیقات کیږي او د دولت مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.