د ترکیې ولسمشر لا په اذربایجان کې دی

د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل له اذربایجان څخه خپلې کتنې ته دوام ورکوي. ګل د دې هېواد له مشرانو سره د دوه اړخیزې همکارۍ او په جنوبي قفقاز سیمه کې د سولې پرهڅو خبرې کوي.

ګل پرون باکو ته له رسیدو وروسته له خپل سیال ولسمشر الهام علي یوف سره خبری وکړې.

دواړو ولسمشرانو یو تړون لاسلیک کړ، چې د ترکیې او اذربایجان ترمنځ د ستراتیژیک شراکت او دوه اړخیزې همکارۍ نوم ورکړل شوی دی.

د ترکیې ولسمشر په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې ترکیه د جنوبي قفقاز د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتونکې ده.

د ده اشاره د ناګورناقره باغ پرسر لانجې ته وه، چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانه ده:

"په جنوبي قفقاز کې د سولې د ټینګښت او په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره موږ دې ته اړتیا لرو، چې موجوده ستونزې له سوله ییزو لارو هوارې کړو.

د دې کار په نتیجه کې به د هیوادو ترمنځ همکاري پیاوړې شي، نوي سړکونه به جوړ او نویو نړیوالو اقتصادي پروژو ته به لاره هواره شي.

موږ دې هدف ته د رسیدو لپاره په ګډه کارکوو. د دې کار نتایج کله ترسترګو کیږي او کله نه. دا سیاست دی چې کاریې کله غلی پرمخ ځي پرته له دې چې نتیجې ته یې پام وشي خو ډيرې جدي ستونزې له دې لارې هوارې شوې دي."

ګل دغه راز د دواړو هیوادو ترمينځ د اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار وکړ. د ترکیې ولسمشر پرون د اذربایجان له صدراعظم، د پارلمان له مشر او د قفقاز له لوی مفتي سره وکتل.