تمه ده چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن له یونان سره د اړیکو د پراخولو په مقصد اتن ته ورسېږي. نتنیاهو یونان ته خپل سفر په داسې حال کې پیلوي چې د یونان له سیال هېواد ترکیې سره یې پیاوړي اړیکي په دې وروستیو کې خراب شوي دي.
د اسراییلو اوترکیې اړیکي په ۲۰۰۸ کال کې د غزې پر تړانګه د اسراییلو له برید او په دې وروستیو کې غزې ته په بشري مرستو پر بار ترکۍ بېړۍ د اسراییلو له برید وروسته خراب شول. د روان کال په مې میاشت کې په دې برید کې نهه ترکې اتباع ووژل شول.
اسراییلي او یوناني چارواکي وايي، دواړه خواوې غواړي په تجارتي او دفاعي برخو کې د همکارۍ احتمالات وڅېړي.
د یونان صدراعظم جورج پاپاندریو په جولای میاشت کې اسراییلو ته سفر کړی و.