په افغانستان کې د خصوصی امنیتی کمپنیو ټولنې له ولسمشر حامد کرزي نه د یوه پرانستي لیک په ترڅ کې غوښتي چې د خصوصي امنیتی کمپنیو د له منځه وړلو په خپلې پریکړې له سره غور وکړي.
په دغه لیک کې چې په یو شمېر ورځپاڼو کې هم خپور شوی دی، په خصوصي امنیتي کمپنېو لګېدلي تورونه چې ګواکې په نا امنیو کې لاس لري، هم رد شوي دي.
د خصوصي امنیتي موسسو ټولنې همدا راز ویلي دي، چې دوي چمتو دي په تېر کال کی د دې کمپنیو د کړنو په اړه را پیدا شوېو پوښتنو ته ځواب ووایي.
افغان ولسمشر تېره اونۍ په جدیت سره پریکړه وکړه، چې نور په هېواد کې د خصوصي امنیتي کمپنیو فعالیت نه شي زغملای،نوموړي وویل، چې شخصي امنیتي کمپنۍ د قانون خلاف کارونه لکه غلا او ان په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري.