د هند صدراعظم من موهن سنګ وایي که پاکستان غواړي چې له هند سره د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي نو باید چې سخت دریځې وسله وال له منځه یوسي.
سنګ د ا خبرې د هند د خپلواکې د ۶۳ کلیزې په مناسبت وینا کې وکړې. هند په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه.
سنګ وویل، هند هیله من دی چې پاکستاني چارواکي اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان له خاورې څخه د هند په مقابل کې د تروریستي اعمالو لپاره کار واخیستل شي،سنګ زیاته کړه که دا کار ونه شي نو د هند او پاکستان ترمنځ په خبرو کې به پرمختګ ونه شي.
هند له پاکستان سره د سولې خبرې د ۲۰۰۸ کال په وروستیو کې هغه مهال وځنډولې چې د مومبیې پرښار په حملو کې چې هند یي مسولیت په پاکستان کې میشت لشکر طیبه اسلامي ډلې اچولې، ۱۶۶ کسان ووژل شول، خو په هرصورت په وروستیو کې د سولې د خبرو د بیا پېلېدو د هڅوخبرونه هم ورکړل شوي دي.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځلې جګړې کړي دي.