د سرپل ولایت چارواکي وایي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو کاندید د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د سرپل ولایت امنیه قومندان جنرال بلال نیرم ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ډاکټر محمدي په نوم د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو کاندید تېره ورځ نا معلومو کسانو د کوهستاناتو له سیمې څخه تښتول شوی دی.
نوموړی وایي، چې دغه کاندید د کوهستاناتو په نا امنه سیمه کې ژوند کاوه چې هلته د پولیسو پوستې هم نشته .