په پکتیا کې د پولیسو او طالبانو په نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي

د پکتیا ولایت چارواکي وایي، چې د پولیسو او وسله والو طالبانو په نښته کې دوه ملکي وګړي او دوه پولیس ټپیان شوي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال غلام دستګیر رستمیار ازادۍ راډیو ته وویل، چی دغه نښته تېره ورځ د پکتیا ولایت د احمد خیلو په ولسوالۍ کې وشوه چې وسله والو طالبانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې.

بل خوا بیا وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په دې نښته کې یي د پولیسو دوه رنجر موټر ویجاړ کړي دي، چې په کې نهه تنه سپاره پولیس وژل شوي، خو چارواکي د طالبانو دا خبره نه مني.