افغان کرکټ لوبډله د ای، سي، سي د جام لپاره لومړی مقام ترلاسه کړ

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تېره ورځ په سکاتلڼد کې په یوې څلور ورځنۍ مسابقه کې د کوربه هېواد د کرکټ ټیم په ماتولو سره د ای، سي، سي د انترکاټیننټل جام لپاره لومړۍ مقام ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړو د سکاتلڼد لپاره د ۵۴۶ منډو هدف ورکړ خو د دغه هېواد ټیم د ۳۱۶ منډو په جوړولو سره ټول وسوزېد او افغانستان دغه څلور ورځنۍ لوبه په ۲۲۹منډو سره وګټله.

د افغانستان له لوري تیز بالر حمید حسن د سکاتلڼد په دوهمه انګز یا بیټینګ کې د دغه هېواد پنځه لوبغاړي وسوزول.

د سکاتلنډ له لوري ایوان چالمرز ۶۷ رنزونه واخیسته او د افغانستان له لوري محمد شهزاد او سمیع الله شینواري له سلوسلو نه زیاتې منډې جوړې کړې.