اوباما: مسلمانان د مذهبي ازادۍ حق لري

د امریکا د متحد ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وایي، دی په قانوني ډول د دې وړاندیز ملاتړ کوي، چې په نیویارک کې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یوولسمې نیټې د بریدونو ځای ته څېرمه جومات او د مسلمانانو یو کلتوري مرکز جوړ شي.

له دې پروژې سره د نیویارک ګڼ استوګن او نور امریکایان مخالفت کوي، دوی وایي، چې د سپتمبر د یوولسمې په پیښه کې دلته تر دوه زره اووه سوه ډېر کسان ووژل شول نو دا هغوی ته بې احترامي ده.

پرون په سپینه ماڼۍ کې د اسلامي هېوادو له ډیپلوماتانو او د امریکا د مسلمانانو له استازیو سره په کتنه کې بارک اوباما وویل، په امریکا کې مسلمانان د نورو ادیانو د پیروانو په څیر حق لري، چې خپل عبادت وکړي او د دغه حق پر بنسټ دوی عبادتځای جوړولای شي او خپل مرکز لرلای شي.
”د يوه ولسمشر او امريکايي په توګه غواړم څرګنده کړم، زه په دې باور يم چې مسلمانان خپل حقوق لري، چې په دې هېواد کې د نورو غوندې خپل مذهبي چارې پرمخ بوځي، په دې کې د عبادتځاي جوړېدل او يوې ټولنې جوړېدل هم په کې راځي، دا امريکا ده او د مذهبي ازاديو په برخه کې مو بايد تعهد ټينګ وي.“

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې امریکا د دینونو ازادۍ ته ژمن هېواد دی، په دې کې هیڅ ډول استثنی نه منو.

بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د روژه ماتې پر مهال دا خبرې وکړې.