میرمن اشتیاني مخکې له تلویزوني اعتراف نه شکنجه شوې

په اعدام باندې د محکوم شوې ایرانۍ ښځې، سکینه محمدي اشتیاني مدافع وکیل، یوې انګلیسۍ ورځپاڼې ته ویلي، نوموړې شکنجه شوي او په زور ورباندې د ایران په دولتي تلویزیون کې اعتراف شوی چې د خپل خاوند په وژلو کې یي لاس درلود.

د اشتیاني مدافع وکیل، هوتن کیان ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، په سکینې باندې په زوره په تلویزیون کې مرکه شوی ده. کیان وایي، اشتیاني له سختو وهلو او شکنجه کېدو وروسته مرکې ته حاضره شوی ده.

مدافع وکیل وايي، اندېښمن دی چې ایراني چارواکي ممکن ډېر ژر نوموړي ښځه اعدام کړي. ایرانیو چارواکو مخکې ویلي و چې سکینه اشتیاني به سنګسار کړي خو د نړېوالو فشارونو وروسته یي وویل چې نوموړې به اعدام شي.

ګارډین نه دي ویلي چې د اشتیاني مدافع وکیل له کوم ځایه له دوي سره خبرې کړې.