د سعودي عربستان پاچا عبدالله د جمعې په ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره وویل، یوازې، د جګ پوړو دیني عالمانو شوری د فتوا صادرولو صلاحیت لري.
د سعودي خبري اژانس وایي، پاچا عبدالله په فرمان کې له مشر مفتي څخه چې د دیني علماو د شوری مشر دی، غوښتي چې د نورو هغو دیني عالمانو د نومونو لیست دې برابر کړي چې د فتوا صادرولو وړ دي.
په فرمان کې ویل شوي، دا اقدام د دې لپاره وشو چې یو شمېر کسان په خپل سر او صلاحیت فتوا ګانې صادروي او د مسلمانانو تر منځ شخړې رامنځ ته کوي.
د سعودي عربستان د پاچا په فرمان کې ویل شوي، هر څوک چې له دې امر څخه سر وغړوي ، مسول به وپیژندل شي او سزا به وویني.