د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یو شمېر لویدیځو ولایتونو امنیتي حالت خراب بولي او له امنیتي ارګانونو څخه یې غوښتي چې دې مسالې ته رسیدګي وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي له هرات، بادغیس، فراه، غور او نیمروز ولایتونو څخه لیدنه کړې او هلته یې راتلونکو انتخاباتو ته امنیتي ستونزې ډیرې ښودلي دي.
ښاغلي معنوي ویلي، که څه هم په دغو ولایتونو کې د ولسې جرګې راتلونکو انتخاباتو ته تیاری ښه روان دی خو باید له امنیتي پلوه ورته ډیره پاملرنه وشي.
د افغانستان امنیتی ارګانونو لا له وړاندې ویلي چې دوی راتلونکو انتخاباتو ته د امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې زیاتې کړی دي.