جنرال جیمز ماتیس پرون رسما د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشري په غاړه واخیسته، د پوځ دغه اداره په افغانستان او عراق کې روانې جګړې څاري.
جنرال ماتیس د جنرال ډیویډ پیټریوس پر ځای چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان دی وټاکل شو.
جنرال ماتیس چې په عراق کې جنګیدلی په زغرده او سپینو خبرو کو لو مشهور دی.
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیتس پرون د جنرال ماتیس د ټاکنې په مناسبت وویل چې، جنرال ماتیس د امریکا د اردو د مشهورو ستراتیژیکو مفکرینو او محاربوي قوماندانو څخه دی چې، د خپل مسؤلیت د سیمې په اړه ډیره تجربه لري.