متحده ایالات وايي، له دې نه مخکې چې د ایران په وړاندې په بل ډول ګام غور وکړي، پر دغه هېواد باندې به د لګول شوو بندیزونو اغیز ته نور وخت ورکړي.
د ولسمشر اوباما امنیتي سلاکار جنرال جیم جونز، سي این این تلویزون ته وویل واشنګټن به پر ایران خپل فشار ته دوام ورکړي خو امریکا په دې باور ده چې د اټومي وسلو د جوړولو څخه د ایران د منع کولو لپاره د نورو ګامونو اخستو ته لا وخت شته دی.
د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو په تېر اپریل میاشت کې کانګریس ته وویل، ایران ښايي دومره غني شوي یورانیم برابر کړي چې په یوه کال کې د یو اټوم بم د جوړولو توان پیداکړي خو د دې لپاره چې خپله اټومي وسله و ازمايي او ځای پر ځای يې کړي له درېو نه نیولې پنځو کلونو وخت ته اړتیا لري.