فراه کې دوه تنه ځان وژوونکي ووژل شول

د فراه ولايت چارواكي وايي، دوو كسانو چې د ځان وژونكې حملې نيت يې درلود، په خپلو چاوديدونكو مواد ووژل شول.

د فراه ولايت د امنيې قومندانۍ جنايي امر سمونوال محمد رحيم ازادي راډيو ته وويل، چې دغو كسانو نن غرمه غوښتل چې په يوه جومات كې چاوديدونكو مواد پر ځان وتړي، چې پرې وچاوديدل.

ښاغلی رحیم وویل، دغه کسانو قصد درلود چی پر ځان د چاودیدونکو توکو له تړلو وروسته د فراه په ښار کې ځان وژونکې حملې وکړي.

نوموړي وویل، چې د دې پیښې په تړاو یې د جومات ملا او یو بل کس نیولی دی.

تر اوسه پورې چا د دې برید مسولیت نه دی منلی.