د غزني ولايت چارواكي وايي، چې تيره ماښام د شهباز په سيمه كې د ملكي خلكو په موټر د سړك د غاړې بمي چاودنه شوې، د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه په كې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غزني د امنيې قومندان خيال باز شيرزي ازادي راډيو ته وويل، چې دغه كسان د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونكي وو.
بل خوا ايتلافي ځواكونه وايي، چې تيره شپه يې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې په هوایي بمبارۍ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د وسلوالو طالبانو يوه وياند ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خپل لور ته اوښتی زیان مني خو وایي چې دې نښته كې يې څلور کورني او بهرني عسکر هم وژل شوي.
افغان چارواکو بیا د وسله والو مخالفینو دا خبره رد کړې ده.