د تاجکستان د یو لوړپوړي چارواکي ځوی په رشوت نیول شوی

د تاجکستان د پخواني لوی څارنوال ځوی د رشوت اخستو پر مهال نیول شوی دی.

راپورونه وايي، چې فیض الله بابا خانوف څو اوونۍ وړاندې نیول شوی وو خو خبر يې او س خپور شوی دی.

ویل شوي چې د نوموړي کور، جایداد او موټرې هم د دولت له خوا ضبط شوي دي.

په تاجکستان کې د اداري فساد ضد ادارې افسارانو وویل، بابا خانونف په داسې حال کې چې ۲۰۰۰ ډالره رشوت يې اخسته ونیول شو.

د نوموړي پلار بابا جان د روان کال په جنوری میاشت کې د یوې لسیزې لپاره د تاجکستان د لوی څارنوال په توګه له پاتې کیدو وروسته له دندې لرې کړای شو.