ملګرو ملتونو د اسرایل له خوا د ترکیې ویشتل شوې بېړۍ په اړه څېړنه کوي

غزې ته په لاره د ترکیی په مرستو بار په یوې وړې بیړۍ باندې د اسراییلو د مرګونې حملې په اړه د ملګرو ملتونو تحقیقات پیل شول.

ملګري ملتونه هڅه کوي، چې له دغو تحقیقاتو د اسراییلو د وتلو مخه ونیسي، خو په عینې حال کې په دې ټینګار کوي، چې دا په پلاوي پورې تړاو لري، چې په څه ډول سره د ترکیی او اسراییلو څیړنې تعقیب کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې له اسراییلو سره د پردې شاته هیڅ داسې موافقه نه ده شوې، چې دغه پلاوې به د اسراییلو عسکر د شهادت لپاره نه رابولي.

اسراییلي چارواکو له کیدونکو تحقیقاتو څخه د وتلو له ګواښ سره ځواب ورکړی او ویلي يې دي، چې د ملګرو ملتونو په تحقیقاتو کې د دوی برخه اخیستنه په دې شرط سره تړلې وه، چې د ملګرو ملتونو پلاوې به د اسراییلو د پوځ په رپورټ اتکا کوي او سرتیري به شهادت ته نه رابولي.

په داسې حال کې، چې دغه څلور کسیزه پلاوې د بندو دروازو ترشا ولیدل، د ملګرو ملتونو ویاند مارتین نیسرکي دا رد نه کړه، چې د اسراییلو له سرتیرو او د دواړو خواو له چارواکو څخه به په مستقیمه توګه معلومات وغوښتلی شي.