په نورستان ولايت کې لا هم سېلابونه بهېږي. سيمه ايزو اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته د دوشنبې په ورځ وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې تر څلوېښتو زيات کسان سېلابونو وژلي دي.
د نورستان ولايت سيمه ايز اوسېدونکي په وينا، چې د دوشنبې په ورځ هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې سېلابونه بهېږي د نورګرام ولسوالۍ يوه سيمه ايز اوسېدونکي فيض الله ازادۍ راډيو ته وويل: تر اوسه معلومه شوې، چې تر ٤٠ زيات کسان وژل شوي ده وويل:
ځمکې، لسګونه بابه کورونه او سلګونه سره څاروي سېلاب لاهو کړي. ده وويل: لا هم نا پايه ورېځې او بارانونه دي او که نور سېلاب هم راووځي نو بويه چې ټول به يو سي.
نورستان والي جماالدين بدر وايي د يوه پوليس افسر په ګډون تر اوسه د ٢٦ تنو مړو ثبت شوى او ورسره د څارويو، ځمکو او د ځينو ولسواليو او امنيه قوماندانيو د فترونه هم په سېلاب لاهو شوي.
ده د دوشنبې په ماذيګر ازادۍ راډيو ته وويل: د نورستان زیاتره درې سېلابونو ځپلي، له موږ سره چې کومه مرسته وه، هغه مو وکړه او لايې هم کوو؛ خو دا بس نه ده مرکز ته مو وړاندیز کړى خداى دې وکړي، چې واورېدل شي او مرسته را ورسي.
بل پلو د سېلابونو په وجه د کونړ او د کابل په سيندونو کې اوبه ډېرې شوي او د دغه سيندونو د شاوخوا سيمو خلک يې بې کوره کړي، په داسې ترڅ کې چې د تېرې اوونۍ د سېلابونو زيانونه لاهم کره شوي نه دي. د ننګرهار په ايسارک، ښېوه او دره نور کې د يکشنبې او دوشنبې ورځې سېلابونو نور کورونه نړولي او د ګڼو خلکو د بې کورۍ په خوا کې يې د دوى څاروي او ځمکې هم وړي دي.