د هغه دوو تنو جسدونه چې په بدخشان کې وژل شوي خپلوکورنیو ته وسپارل شول

د هغو دوو تنو افغانانو جسدونه نن د هغوي خپلوانو ته وسپارل شول چې څلور ورځې مخکې له اتو تنو بهرنیانو سره په بدخشان ولایت کې وژل شوي وو. ویل شوي چې دوي د وسله والو طالبانو له خوا د مسیحیت دین د تبلیغ په تور وژل شوي خو د هغوی خپلوان دا ادعا ناسمه بولي. د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دې روغتیایي ډلې پولیسو ته له اطلاع ورکولو پرته نا امنو سیموته سفر کړی وو.
په بدخشان ولایت کې د دوو وژل شوو افغان روغتیایي کارکوونکو جسدونه نن د هغوي خپلوانو ته و سپارل شول.

دغه دوه تنه افغانان له اتو تنو بهرنیو روغتیایي کارکوونکو سره یوځای څلور ورځې مخکې د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې د مسیحیت دین د تبلیغ په تور د وسله والو طالبانو له خوا و وژل شول.

خو د دغو وژل شوو افغانانو خپلوان وایي، چې هغوي ټینګ مسلمانان وو، چې له بهرنیو روغتیایي کار کوونکو سره یې د اشپز او موټر چلوونکي په توګه کار کاوه:

(ځیني خلک وایي، چې دوي مسیحیت ته د خلکو د هڅونې لپاره ورغلي یو شمېر نور وایي، چې دوي جاسوسان وو، دا څرګندونې ټولې غلطې دي تاسو کولای شٍٍي چې د نور له روغتون څخه زما د ورور په اړه پوښتنه وکړې.)

دغه دوه افغانان د اې ،اې ، ام د نړېوالې موسسې د سترګو له اتو تنو بهرنیو ډاکټرانوسره څلور ورځې مخکې په داسې حال کې چې له نورستان ولایت څخه بیرته را ګرځیدلي وو د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا و وژل شول.

د اې ،اې ،ام نړېواله موسسه کابو پنځوس کاله کیږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونوکې د سترګو د درملنې په برخه کې فعالیت لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا روغتیایي ډله پرته له دې چې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي نا امنوسیمو ته تللې وه.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي تحقیقاتو رییس مرزا محمد یارمند په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

(په وژل شوو کې شپږ تنه امریکایان، یو بریتانوی، یو جرمنی او دوه افغانان شامل دي.

یو افغان ژوندی پاتې دی چې اوس مهال د پولیسو تر تحقیقاتو لاندې دی، دوی پولیسو ته له مخکې نه خبرنه وو ورکړی.)

د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا متحده ایالاتو، د افغانستان د عامې روغتیا او بهرنیو چارو وزارتونو، مدني ټولنو او د بشر د حقوقو ارګانونو د وسله والو طالبانو له خوا د دغو روغتیایي کارکوونکو وژنه په کلکه غندلې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې روغتیایي کار کوونکو ته خنډونه جوړ نه کړي او هغوي پریږدي چې په ازاده توګه خلکوته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.