د کورنیو چارو وزارت په بدخشان کې د روغتیایی کارکونکو وژنه څیړي

په افغانستان کې د IAM مرستندویې موسسې د اتو وژل شوېوغړو د ډلې د يوې غړې، د کرین وو کورنۍ وايي، چې نوموړې د عیسویت لپاره د تبلیغ په هېڅ راز فعالیتونو کې لاس نه درلود.

د IAM مشر دیرک فرانس هم پر خپلو همکارانو د عیسویت د تبلیغ تور ناسم وباله او ویې ویل، دا يوازې ناسم تبلیغات دي او زیاته یې کړه، موږ نه د عیسویت تبلیغ کوو، نه خلکو ته انجیل ورکوو او نه دا زموږ کار دی. فرانس وویل، IAM هغه کار کوي چې له حکومت سره یې توافق پرې کړی.

په همدې حال كې د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ويلي ، چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه يي تحقيقات پيل كړي دي.