په افغانستان كې مېشت ایساف ځواكونه وايي، چې د دوى دوه سرتېري په دغه هېواد كې وژل شوي دي.
په كابل كې د مېشتو ايساف ځواكونو په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې دغه دوه سرتېري د افغانستان په جنوب كې په يوه چاودنه كې وژل شوي دي.
د دغو سرتېرو د هويت او د پېښې د دقيق ځاى په اړه څه نه دي ويل شوي، دا په داسې حال كې ده ، چې له دې پېښې يوه ورځ مخكې پنځه بهرني سرتېري د افغانستان په جنوب او ختيځ كې ووژل شول.
د يو بل خبر له مخې د كندهار ښار په لومړى ناحيه كې په يوې راكټي حمله كې شپږ ملكي كسان ټپيان شوي، د كندهار ولايت مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډيو ته وويل، چې راكټ تېره شپه په يوه كور لګيدلى او ټپيان ټول د يوې كورنۍ غړي دي.