د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په خپله مرکه کې په پاکستان کې له طالبانو سره خبرو اترو ته تياري ښوولې.
زرداري ويلي د ديالوګ لپاره هېڅکله زموږ دروازې بندې نه وې، خو زياته کړې يې ده، موږ د طالبانو د ماتې لپاره يو تعهد درلود.
نوموړي د احتمالي خبرو لپاره کومه نېټه اعلان نه کړه، خو ويې ويل، دغه خبرې اترې هغه وخت کېداى شي چې طالبان پوه شي د پاکستان حکومت په کافي اندازه قوي دى او طالبان ګټونکي نه دي، ځکه چې نه يې شي ګټلاى.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت له طالبانو سره يو تړون کړى و، خو طالبانوهر وخت له اوربند څخه په استفادې په پاکستان کې دننه د خپل نفوذ لپاره ګامونه اوچت کړي دي.