امریکا د پاکستان له سیلاب ځپلو سره ۳۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

امریکا له پاکستان سره د پنځه ویشتو میلیونو ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه. پاکستان اوس مهال په خپل تاریخ کې تر ټولو ناوړو سیلاوونو سره مخامخ دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وویل، له سیلاوو ځپلو سره د امریکا ټولې مرستې اوس څه دپاسه پنځه دېرش میلونو ډالرو ته رسي.

د امریکا د سفارت اعلامیه وایي، دا مرستې د نړېوالو سازمانونو او د پاکستان د مرستندویو ډلو له خوا لګول کیږي.

د دغو مرستو له لاری د هېواد په شمال لویدیځ کې سیلاوو ځپلو ته خواړه، روغتیایي خدمات او پناه ځایونه برابریږي.

په پاکستان کې وروستېو سیلاوونو له څلور میلیونو څخه زیات خلک زیانمن کړې دي او د شاوخوا پنځلس سوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.