بانکي مون د ناګاسي له قربانيانو سره وکتل

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون نن د جاپان په ناګاساکي کې د اټومي بم له قربانيانو سره وکتل. نوموړى به سبا جمعه هيروشيما ته لاړ شي.

دى د ملګرو ملتونو لومړنى عمومي منشي دى چې په هروشيما کې د سولې په ياد مراسمو کې برخه اخلي. پر دې ښار د ١٩٤٥م کال د اګست پر شپږمه اټومي بم وکارول شو.

ټاکل شوې تر اويا د زياتو هېوادونو استازي په دغو مراسمو کې برخه واخلي.