٥٥ تنه افغان بنديان چې په تاجکستان کې په بېلابېلو تورونو بنديان وو، د افغان او تاجک دولتونو ترمنځ د توافق له مخې د جوزجان ولايت مرکزي محبس ته انتقال شول، وروسته يې لس تنه د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې ازاد شوي دي.
دغه لس کسان پرون د دوى د دوسيو تر څېړنې وروسته خوشې شول، چارواکي وايي د نورو بنديانو پر دوسيو هم په جدي ډول غور کوي.
د شبرغان د محبس مدير سمونوال عبدالله عزيزي وويل دغه بنديان د تخار، بدخشان، کندوز او نورو ولايتونو دي او اکثره يې د مخدره موادو د قاچاق په تور نيول شوي وو.