په هېواد کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

رپوټونه وايي، چې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو كې د بارانونو د اوريدو له امله سيلاونه را وتلي، چې خلكو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

د پروان ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چې په دې ولايت كې د را وتلو سيلابونو له امله د خلكو فصلونه زيانمن شوي.

دوی وايي، د راوتلو سيلابونو له امله د غوربند او باميانو ترميځ غځيدلي لويه لار د ترافيكو پر مخ تړل شوي او د ځينو نورو ولسواليو لارې هم زيانمنې شوي دي.

د پروان د شنيوارۍ ولسوال سيف الله بيدار وايي، چې تر اوسه پورې د را وتلو سيلابونو له امله د ځاني مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه لري.

بل پلو د پكتيكا سيمه ايز چارواكي هم وايي، چې له تيرو دوه ورځو راهيسې د دې ولايت په بيلابيلو ولسواليو كې سيلابونو خلك زيانمن كړي.

د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان ازادي راډيو ته وويل، چې تر ټولو ډېر زيان د سروزو ولسوالۍ خلكو ته اوښتى، يو شمير كورونه يې نړولي او په سلګونو جريبه كرنه يې له منځه وړي.

دوی په دې ولايت كې د سيلاب ځپلو خلكو سره د مرستو غوښتنه كړې.