رپوټونه وايي، چې په چین کې د سکرو په یوه کان کې د ګاز د خپرېدو له امله لږترلږه ۹ تنه کارګران مړه او ۷ تنه په کان کې بند پاته دي.
د چین خبري اژانس سینهوا نن وویل، چې پېښه پرون ماښام د چین په هینان ايالت کې شوې ده.
د رپوټونو پر اساس په کان کې لږ تر لږه یوسلو اووه ویشتو کسانو کار کاوه، چې یو سلو یوولس یې په تېښته بریالي شول.
د روانې اوونۍ په پيل کې د چين په شمال ختيځ کې کان کيندونکي په يوه کان کې تر چاودنې وروسته بند پاته شول، چې لږ تر لږه اوولس کسان ووژل شول.
په چین کې کانونه د نړۍ تر بل هر ځاى خطرناک ګڼل کیږي. تیر کال د چین په کانونو کې تر دوه زره شپږسوه ډیر کسان مړه شوي وو.