په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له وجې د مړو شمیر یو نیم زرو ته لوړ شو.
ویل کیږی، چې لږترلږه دوه نیم ملیونه کسان سخت متضرره شوي دي.
شدیدو بارانونو او سېلونو په وروسته پاتو سيمو د خلکو کورونه او د کانونه ویجاړ کړي او په ځينو ځایونو کې یې بشپړ کلي وړي دي.
په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال چې اکثره يې په وروسته پاتو کمپونو کې ژوند کوي، د نورو سيمه ييزو خلکو غوندې د مرستو له نشتوالي شکايتونه لري.
ملګري ملتونه وايي، چې لږترلږه نه سوه اتیا زره کسان بې کوره شوي دي اوښايي دا شمېر لا لوړ شي.
د سره صلیب نړیواله کمیټې په خیبر پښتونخوا کې د مرستو له بهیره تر شکایتونو وروسته په دې پروسه کې دخالت پیل کړ.
د ملګرو ملتو نړیوال غذايي پروګرام وايي، چې په څلورو زونو نوشیره، چهارسده، مردان او پيښور کې لږترلږه اتیا زره کورونه ویجاړ شوي او تر پنځوسو زرو زیات کورونه تخریب شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له مصیبت ځپلو سره د لږلرلږه لس ملیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې. د بریتانیا حکومت هم د ۸ ملیونو ډالرو مرستې غږ کړی دی.