په بېلابېلو ولایتونو کې په بریدونو کې ګڼ شمېر کسان مړه شوي

د كندهار ولايت په دنډ ولسوالۍ كې نن سهار په يو ځان وژونكي بريد او يوې چاودنه كې څلور كسه وژل شوي دي او د يو پوليس په ګډون درې كسه ټپيان شوي دي.

د كندهار د ډنډ ولسوال احمد الله نازك ازادي راډيو ته وويل، چې دغه چاودنه د ده لپاره پلان شوې وه.

ويل شوي، چې چاوديدونكي مواد په يو كرولا ډوله موټر او يو موټر سايكل كې ځاى پر ځاى شوي وو.

د يو بل خبر له مخې ايساف ځواكونه وايي، چې د دوى يو سرتيرى په افغانستان كې وژل شوى دى.

په هغه خبر پاڼه كې چې په كابل كې د نړيوالو ځواكونو د رسنيو له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې دغه سرتيرى د افغانستان په جنوب كې د ماين په يوې چاودنه كې وژل شوى دى.

دغه شان د هلمند ولايت د واعشير ولسوالې په شوراب سيمه كې د طالبانو او د يو امنيتي خصوصي كمپنۍ د ساتونكو تر منځ په بريد كې درې طالبان وژل شوي او څلور ساتونكي ټپيان شوي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف اخمدي ويلي، چې په دغه نښته كې دغه امنيتي شركت نهه ساتونكي او دوه طالبان وژل شوي دي.