د افغانستان كورنيوچارو وزارت وايي، چې په تيره ميلادي مياشت كې په افغانستان كې د ملكي خلكو تلفات ډير شوي دي.
د دې وزارت وياند زمري بشري پرون په كابل كې خبريالانو ته وويل، په تيره مياشت كې د ملكي خلكو تلفات په سلوكې دېرش زيات شوي چې علت یې تر ډيره د سړك پرغاړه د ایښودل شویو ماینونو چاودل و.
پرون په كابل كې سلګونو كسانو د ملکي وګړو د وژنې له کبله د بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو پرضد مظاهرې وكړې.
مظاهره كوونكو له دواړو خواوو څخه وغوښتل چې نور دې ملكي خلك نه وژني.