ګېټس: وسله وال طالبان سټینګر توغندي نه لري

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې وسله وال طالبان د الوتکو ضد داسې سټینګر توغندي لري چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې مجاهدینو ته د شوروي پوځونو پرضد د جګړې لپاره ورکړل شوي وو.

ښاغلي ګېټس تېره ورځ له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، دی فکر نه کوي طالبان به سټینګر توغندي لري.

د افغانستان د جګړې په محرمو اسنادو کې چې ویکي لیکس انټرنیټ پاڼې یوه اوونۍ مخکې خپاره کړل، ویل شوي و، چې طالبان له ځمکې څخه هوا ته داسې توغندي لري، چې له اوږې څخه توغول کېږي او په تودوخه پسې ځغلي.

سي. ای. اې په ۱۹۸۰مو کلونو کې افغان مجاهدینو ته سټینګر توغندي ورکړي و، چې د پخواني شوروي د اشغال په کلونو کې یې تر ۳۰۰ پورې هیلیکوپټر، جنګي جټ او ترانسپورتي الوتکې راوغورځولې.