د بهرنيو ځواكونواو وسله والو طالبانو پرضد په سلګونو كسانو نن په كابل كې مظاهرې وكړې.
مظاهره كوونكو له دواړو خواوو څخه وغوښتل، چې نور دې په افغانستان كې ملكي خلك نه وژني.
مظاهره كوونكو دغه راز پر نړېوالو ځواكونو سخت انتقادونه وكړل او ويي ويل كه دوى په دې هېواد كې د ډيموكراسۍ او بشر له حقوقو څخه د دفاع لپاره راغلي وي نو ولې په پوځي عملياتو كې د ملكي خلكو ژوند ته پاملرنه، نه كوي.
دوى د تېرې جمعې په ورځ په كابل كې د بهرنيو ځواكونو له خوا پرملكي وګړو بريد او دغه راز په هلمند ولايت كې يې د دې ځواكونو له خوا د ملكي وګړو وژل كېدل سخت وغندل.