په هرات او غور كې د امنيت د ټينګېدو هڅې روانې دي

په هرات اوغور ولايتونو كې سيمه ايز چارواكي وايي چې د راتلونكو انتخاباتو د امنيتي پوښښ په هدف روزنيز او د پوليسو ليكو ته د كسانو د جلب پروګرام پيلوي.

په لويديځ زون كې د پوليسو وياند عبدالروف احمدي خبريالانو ته وويل، چې دوى يو سلو پنځوس تنه پوليس روزلي ترڅو په انتخاباتو كې د امنيت په ټينګښت كې برخه واخلي.

په خبركې ويل شوي چې دغو پوليسو د ننګرهار په روزنيز مركز كې د شپږو اونيو لپاره روزل شوي او بيرته هرات او غور ولايتونو ته د دندې لپاره ورغلي دي.

په عين حال كې د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو ويلي چې پراخې هڅې يې پيل كړي ترڅو خلك په ډاډه زړه د ولسي جرګې په راتلونكو انتخاباتو كې برخه واخلي.