په كندز كې يو پخوانۍ قومندان وژل شوى

پولیس وايي تېره ورځ په کندز ولایت کې د وسله والو یو پخوانۍ قومندان له دو نورو کسانو سره په یوې ځان وژونکې حمله وژل شوى دى.

اسوشیټیډ پریس اژانس د کندز د امنېي قومندانۍ د مرستیال عبد الرحمن حقتاش په حواله وايي قومندان سیلاب په کندز ښار کې د فوټبال د لوبې پر مهال د ځان وژونکي برید ښکار شو .

په دې پېښه کې شل تنه نور ژوبل شوي دي، د کندز د امنیتي چارواکو په وینا قومندان سیلاب څلور میاشتې دمخه له یوه بمي برید څخه روغ وتۍ ووه.