اسرايیل د غزې پر ښار هوایي برید وکړ. دا حمله په دې پسې وشوه چې له غزې څخه یو توغندی د اسراییل پر اشکیلون ښار ولګېد.
د رپوټونو له مخې لږ تر لږه اته تنه د جمعې په ورځ د اسراییل په هوایي برید کې ټپیان شوي دي.
رپوټونه وایي، چې اسراییلي الوتکو همداراز هغه تونلونه په نښه کړې دي چې له مصره غزې ته ورباندې قاچاقي مواد وړل کیږي.
د اشکیلون پر ښار توغول شوي توغندي چا ته مرګ ژوبله نه ده اړولې خو د یو شمېر کورونو ښيښې یې ماتې کړې دي او یو شمېر موټر یې چې په پارکنګ کې ولاړ وو زیانمن کړي دي.
د امریکا متحد ایالاتو د توغندي برید غندلی دی او ویلې یې دي، چې پر ولسي خلکو د توغندي ویشتل یو تروريستي عمل دی او هیڅ د منلو نه دی.