د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر ایران غږ وکړ، چې سمدستي هغه درې غره ختونکي امریکایان خوشې کړي چې پوره له یوه کال راپه دې خوا په ایران کې بندیان دي.
په یوه لیکلي بیان کې اوباما ویلي دي، چې دغو درېیو کسانو کله هم د امریکا د حکومت لپاره کار نه دی کړی او هېڅ راز جرم یې نه درلود.
په بیان کې همداراز د اوباما په وینا ویل شوې دي، چې دغو درېيو ځوانانو کله هم د ایران د حکومت پرضد څه نه دي کړي او د ایران د خلکو ډېر درناوی یې کړی، خو ایراني چارواکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړې دي او دوی یې زنداني کړې دي.
د امریکا ولسمشر همداراز وویل، چې د دغو کسانو نیول له هغه څه سره چې امریکا او نړیواله ټولنه یې د ایران له حکومت څخه ليرې ساتلې ده، هیڅ راز ارتباط نه لري.
بل لوري ته په نیویارک کې پرون تقریباً پنځوس تنه چې د نیول شویو کسانو میندې هم په کې وې، اعتراضي غونډه وکړه. دغه کسان په ملګرو ملتونو کې د ایران د ماموریت له برخې سره راټول شول او پر تهران یې غږ وکړ، چې نیول شوي امریکایان خوشي کړي.
د يوه بندي جوش فاټل مور، لورا فاټل وویل:
”زموږ بچیان یې پرته له څه جرمه زنداني کړې دي، کال یې وشو، دا ظلم دی، دا کار د منلو نه دی، اخلاقي نه دی.“
د بشري حقونو د بخښنې نړیوال سازمان د ایران له حکومته غوښتي دي، چې دغه درې تنه سم محاکمه کړي یا یې خوشي کړي کنه نو دا کار یوازې د دې لپاره شوی دی چې دغه کسان امریکایان دي.
ایراني چارواکي داسې انګېري، چې دغو درېیو د امریکا لپاره جاسوسي کوله خو تر اوسه پر دوی علني محکمې تور نه دی پورې کړی.
ایراني چارواکو دغه درې تنه د دوه زره نهم میلادي کال د جولای په یو دېرشمه د عراق- ایران له سرحد سره وروسته تر دې ونیول، چې دوی تصادفا د ایران خاورې ته اوښتې وو.