د ایساف او ملکي موټرو په ټكرکې ۴ملكيان ووژل شول

د كابل ښارپه نهمه ناحيه كې د بهرنيو او ملكي وګړو د موټرو د ټكر په پايله كې څلور ملكي وګړي ووژل شول. د كابل د امنيې قوماندانى د جنايي امر سيد عبدالفغار سيدزاده د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په پېښه كې د امنيې قوماندانۍ سرپرست او امنيتي مرستيال خليل الله دستيار له څو پوليسو سره ټپيان شوي دى.
د كابل ښار په نهمه ناحيه كې د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د ايساف ځواكونو او يوه ملكي موټر د ټكر په پايله كې شپږ ملكي وګړي مړه او ټپيان شول.

پېښه د كابل نړېوال هوايي ډګر ته پرغځيدلي سړك وشوه، چې وروسته د سيمې خلك د بهرنيو ځواكونو موټر ته اور ورته كړ.


د كابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي امرسيدعبدالغفارسيدزاده د پېښې په سيمه كې خبريالانو ته وويل، چې په دې پېښه كې ۴ ملكي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته كړه، چې په پېښه كې د كابل د امنيې قوماندانۍ سرپرست او امنيتي مرستيال خليل الله دستيار له څو پوليسو سره ټپيان شوى دى:

عيني شاهدان وايي، چې د موټرو له ټكر وروسته د سيمې خلكو د بهرنيو موټرو ته اور ورته كړ او ايساف ځواكونه په شخصي موټرو كې له سيمې ولېږدول شول.

خود پېښې عيني شاهدان وايي، چې ايساف ځواكونو په ملكي وګړو ډزې وكړې، چې څلور تنه يي ووژل:

((كورلا ډوله موټرله مېلې څخه راغى او د امريكايانو موټر بې لاسه راغى. هغه وخت ټكر وكړ چې نور څلور تنه په كې وژل كيږي او دوه نور په كې ټپيان كيږي، ډزې يي هم ورباندې وكړې، چې له هغې وروسته بيا بهرنيان وتښتېدل او خلك بيا راغلل او موټر ته يي اور ورته كړ.

تاسو دا پوښتنه وكړئ، چې افغانان چا ووژل؟ امريكايي موټر په خپله بې لاسه راغلى وو، چې افغانان يي ووهل. د امريكايانو د سپېشل فورس شركت وو. امريكايي ځواكونو ته هيڅ زيان ونه رسېد او په شخصي موټرو كې ولېږدول شول او افغانان يي په قصدي ډول ووژل.))

دغه شاهدان زياتوي، چې له پېښې وروسته ډزې هم وشوې، په همدې حال كې امنيتي ځواكونه وايي، چې د پېښې په اړه يي پلټنې پيل كړي دي.

دا لومړى ځل نه دى، چې بهرنيان ملكي موټرپه نښه كوي، بلكې تر دې وړاندې هم څو ځلې ملكي وګړي د بهرنيانو له خوا په نښه شوي دي.