په پكتيا كې ۶۱ كيلوګرامه هيروين نيول شوي

د پكتيا ولايت چارواكي وايي چي، په دغه ولايت كي يې دوه تنه د 61 كيلو ګرامو هيروينو سره نيولي دي.

د پكتيا ولايت د امنيې قومندانۍ يو كاركوونكى نور محمد پكتين نن ازادۍ راديو ته وويل چې، دغه نشه يي توكي د پكتيا څخه كندهار ولايت ته ليږل كېدل چې افغان پوليسو نيولي دي.